د پکتیا پخوانی والي حلیم فدايی په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر غیابي جنازې سره د طالبانو مخالفت ته په اشارې ویلي چې طالبانو د ګیله من وزیر د غیابي جنازې او د دعا مراسم ځکه جنجالي کړل څو پاکستان خوشحاله کړي.

طالبانو په کابل کې د ګیله من وزیر د غیابي جنازې د مخنیوی لپاره له وړاندې اعلان کړی و چې غیابي جنازه په اسلام کې جواز نلري.

حلیم فدايي نن جمعه د جولای په ۱۲ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې همدې ټکي ته په اشارې ویلي چې د طالبانو رهبرانو هر یو مولوي خالص، محمد نبي او اوسنیو طالب چارواکو د جنرال ضیا الحق او جنرال اختر عبدالرحمن غایبانه جنازې کړې وې او اوس د ګیله من غیابي جنازې په مخینوي سره پاکستان خوشحاله کول غواړي.   

فدايي له طالبانو پوښتي دي چې د امارت ټول شیخان او مولویان د هېواد او وطن جغرافیايي سرحدونه نه مني، نو ولې یې د ګیله من د غیابي جنازې او په افغانستان کې یې خښولو ته اجازه ورنکړه؟

د پکتیا پخواني والي همداراز زیاته کړې چې طالبانو د سیاسي اهدافو لپاره خلک له غیابي جنازې منع کړل او بیایې هغه ته د شریعت نوم ورکړ چې دا په خپله له دین سر زیاتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن د کابل په عید ګاه جومات کې یو شمېر ځوانانو ته د ګیله من وزیر د غیابي جنازې د ادا کولو اجازه ورنکړه او پر هغوی یې هوايي ډزې هم وکړې، خو دغه ځوانان د دې مخالفت سره سره په حضوري چمن کې دغه مراسم ترسره کړل.