جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر پر مړینې خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ او دوستانو سره غمشریکي کړې ده.

استاد سیاف نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره لیکلي دي چې د ګیله من وزیر شعرونه یې اورېدلي دي او نوموړی یې یو زړور او د اوچت احساس خاوند او په افغانستان مین ځوان بللی دی.

دغه جهادي مشر له افغانستان او درې رنګه ملي بیرغ سره د ګیله من وزیر مینه ستایلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مبارز غړی د یکشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه نېټه په اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري د چړو په ګزارونو سخت ټپي او روغتونو ته ولېږدول شو، خو پرون ناوخته یاد غورځنګ اعلان وکړ چې نوموړی په حق ورسېد. یاد غورځنګ د ګیله من وزیر جنازه نن وزیرستان ته انتقال کړه او ټاکل شوې سبا د جولای په ۱۲ مه نېټه د جمعې له لمانځه وروسته یې جنازه وشي.