د افغانستان د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر مړینې ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د ګیله من شهادت په خواله رسنیو کې د لر و بر افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه را پارولي او طالبان او د پاکستان دولت ته نږدې افراطي ډلې یې هم ورخطا کړي دي.

فضل محمود فضلي نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې په همدې اړه زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو بشپړ حاکمیت او په پاکستان کې دولتي اختناق او سانسور ونشوای کولای چې د لر و بر افغانانو ترمنځ د ملتپالنې او یووالي فکر له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د ډيورنډ په کرښه بېل شوي، خو په مجازۍ نړۍ او د دواړو غاړو افغانانو په ذهنونو کې دا کرښه له منځه تللې ده، د هغه په باور افغانان د خواله رسنیو له برکته غږ لري او خپل فکر او تاثیرات په غمجنو، ملي او فرهنګي ورځو کې له یو بل سره شریکوي.

د پښتون ژغورځنګ دغه مخکښ غړی تېره ورځ د اسلام اباد یو روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او جنازه یې نن پنجشنبه وزیرستان ته رسېدلې، ټاکل شوې د نوموړي جنازه سبا د جمعې په ورځ د وزیرستان په اسد خېلو سیمه کې وشي.