ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر پر مړینې خواشینې څرګنده کړې او نوموړی یې یو ریښتنی وطنپال بللی دی.

محمد اشرف غني نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې په همدې اړه لیکلي دي چې ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وبایلود.

نوموړي زیاته کړې چې د ګیله من شهید وطنپالنه به راتلونکو نسلونو ته د هغه په شعرونو کې رسېږي او تلپاتې به ځلېږي.

د پښتونو ژغورنې غورځنګ دغه ولسي مبارز او شاعر د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نامعلومو وسلوالو له لوري سخت ټپي شو او په روغتون کې تر درې ورځنۍ درملنې وروسته د چهارشنبې په ماښام په روغتون کې ومړ.