د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د لوی افغانستان ارمانجن ګیله من وزیر د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د دې غورځنګ مشر منظور پشتین نن چهارشنبه د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې ګیله من وزیر نور د دوی په منځ کې نشته او په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

 ګیله من وزیر د یکشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۸ مه نېټه په اسلام اباد کې د نامعلومو وسلوالو له لوري په چاقوګانو سخت ټپي شو او تر دې مه په روغتون کې بستري و.