ليکوال او پخوانی ډيپلومات عبدالغفور لېوال وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله‌من وزیر برید دا څرګندوي، چې دوښمن له لسګونو وسلوالونه‌ ډارېږي، بلکې د یوه روښانوونکي، ویښوونکي او ازادي‌غوښتونکي له غږ، فکر او ژبې ډارېږي.

عبدالغفورلېوال په خپله فیسبوک پاڼه کې پر ګیله من وزیر د شوي برید په غبرګون کې لیکلي دي چې عثمان کاکړ، ارمان لوڼی او ګیله‌من وزیر ټول یو ډول په سر سر ووهل شول او په وینا یې د پښتنو دښمن د پښتنو له «سر» او « سرونو» سره دښمني ده.

نوموړي زیاته کړې چې دښمن د ګيله‌من له وهلو او خاموشولو درې موخې لري، لومړی غواړي د پښتنو قبايلو ترمنځ بدۍ رامنځته کړي، دويم هڅه کوي پښتنو قبایلو سيمو کې خپلې نيابتي ډلې ځای پر ځای کړي او درېيم دوی د دې په لټه کې دي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړه او هسکه ناره (ګيله‌من) غلې کړي.

لېوال د پښتون ژغورنې غورځنګ له ټولو غړو او پلویانو غوښتي چې ویښ ويښ او هوښیار و اوسي، چې شخړه ترې قومي او قبیله‌یي نه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر تېروه ورځ په اسلام اباد کې د نامعلومو وسلوالو له لوري په چړو سخت ټپي شو او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.