د افغانستان د زرغون بهیر مشر د طالبانو د امربالمعروف وزارت په اړه د یوناما راپور ته غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې یوناما د امربالمعروف وزارت په اړه د چاپلوسۍ په نطق سره د ملګرو ملتونو حیثیت ته نه جبرانېدونکی تاوان رسولی دی.

امرالله صالح د سه شنبې په ورځ د جولای په ۹ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې طالبانو اکثریت پرېکړې د قبیلوي تعصب پر بنسټ کوي او افغانستان اوسمهال اساسي قانون، لویاح او مقرارات نلري.

صالح د یوناما راپور نیمګړی ګڼلی دی او په وینا یې په دې راپور کې ځینو مهمو مسایلو ته پکې هېڅ اشاره نه دې شوې.

نوموړي د ملګرو ملتونو دغې ادارې ته ویلي: «د قومي او ډلییزو مجازاتو یادونه مو نه ده کړې، ولې له دې ستر ناورین څخه سترګې پټوی، ولې تاسو دا وحشیانه چلند د طالبانو له نظره د شریعت په اساس ګڼی.»

د زرغون بهیر مشر که څه هم د یوناما د راپور لوستل د وخت ضایع کېدل بللی، خو زیاته کړې ده، چې یوناما په سازمان شوي توګه هڅه کړې څو د افغانستان خونړۍ او څو بُعدي ناورین کوچنی وښيي او له دې سره یادې ادارې د افغانستان د خلکو ترمنځ خپل اخلاقي، مسلکي او حقوقي اعتبار له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما تېره ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت فعالیتونه په افغانستان کې د مېشتو وګړو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې او له ښځو سره د توپیري او نامناسب چلند د خلکو په ژوند منفي اغېزې کړې دي.