د طالبانو د عاشورا مراسمو کمېسیون نن سه شنبه د جولای په ۹ مه نېټه په هرات ولایت کې د محرم ماتم‌کوونکي پر سړکونو له هر ډول مذهبي مراسمو او تګ‌راتګه منع کړي دي.

په هغه مکتوب کې چې نن سې‌شنبه د جولای ۹ مه نېټه رسنیو ته استولی شوی دی، پکې راغلي چې د محرم ماتم‌کوونکي دې له مذهبي شعارونو سره پر موټرو د بیرغونو، انځورونو او لیکنو له لګولو ډډه وکړي او له جوماته تر وتو وروسته دې په سړکونو کې تګ‌راتګ نه کوي.

په دې مکتوب کې زیاته شوې پر قمچینو وهل، لوڅ ټټر وهل، پر سر او ځان خټې مښل او یو شمېر نور مراسم چې مذهب ته سپکاوی بلل کېږي، باید ترې جدي ډډه وشي.

طالبانو همداراز له خلکو غوښتي چې د امنیت په ټینګښت کې دې له دغې ډلې سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه طالبانو د کابل ښار په دشت برچې سیمه د د عاشورا ماتم کوونکو بېرغونه څېرې کړي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی دی چې د بېرغونو له لږولو دې ډډه وکړي.