د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، لکه څنګه چې د دې غورځنګ درې پخواني غړي ارمان لوڼۍ، عثمان کاکړ او عارف وزیر د یو منظم پلان له مخې ووژل شول، ګیله من هم د همداسې برید ښکار شوی دی.

منظور پښتین په ټولنیزو رسنیو کې د یو ویډيي پیغام په خپرولو سره د ګیله من وزیر حالت نازک ښوولی دی او ویلي دي چې نوموړي په روغتون تر درملنې دی او د دې غورځنګ غړي په روغتون کې موجود دي.

د دې غورځنګ مشر زیاته کړې چې پر ګیله من وزیر برید، پر ټول پښټون افغان قوم برید دی او له ټولو یې غوښتي چې د نوموړي د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره دعا وکړي.

منظور پښتین همداراز د دې غورځنګ پر پخوانیو غړو برید ته په اشارې ویلي چې هېڅ څوک نشي کولای دوی تېر وباشي، دوی په خپله په هرڅه پوه دی او د وخت سره به پر دې قضیې تفصیلي خبرې وکړي.

ګيله‌من وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالو غړو دی، تېر ماښام د اسلام‌آباد بي۱۷ سيمه کې د ناڅرګندو کسانو له لوري سخت ټپي شو او اوس مهال په پېمز روغتون کې تر درملنې لاندې دی.