په داسې حال کې چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې د ځپلو او محدودولو ادعا کړې، یادې ډلې تازه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې طالبانو سره نښته کړې ده.

د طالبانو اړوند د المرصاد رسنۍ راپور ورکړی چې د دغې ډلې ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې داعش سره په جګړه کې د دې ډلې یو مهم قومندان یې وژلی دی.

المرصاد په خپل راپور کې ویلي چې د داعش- خراسان څانګې دغه نظامي قومندان ذکرالله نومیده او په ابو شیر مشهور و.

د المرصاد دا راپور په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی او د طالبانو چارواکو هم تراوسه په دې اړه په رسمي توګه تبصره نه ده کړې خو په دې تیرو نږدې دریو کلونو کې چې په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي ، څو ځله یې د داعش پر ضد د عملیاتو او د دغې ډلې د جنګیالیو او قومندانانو د وژلو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار افغانستان کې د داعش د ځپلو او د دغې ډلې د فعالیتونو محدودولو ادعا کړې، خو دغې ډلې د یو لړ بریدونو او چاودونو سره دا په ډاګه کړې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې اوس هم فعال حضو لري.