ځینو رسنیو په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګیله من وزیر د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

رسنیو ویلي دي چې ګېله من وزیر نن یکشنبه د جولای په ۸ مه نېټه په اسلام اباد کې د ناپېژانده وسلوالو له لوري په چاقوګانو سخت ټپي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، ګیله من وزیر اوس مهال په روغتون کې بستري دی خو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

ویل کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړی له جومات څخه د راوتلو پر مهال تر برید لاندې راغلی دی.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

پر ګیله من وزیر داسې مهال د نامعلومو کسانو له لوري برید کېږي چې نوموړی څه موده وړاندې د پاکستاني استخباراتو له لوري تر نیول کېدو وروسته په زندان کې سخت شکنجه شوی و.