د څار څېړنیز بنسټ (اواراېف) نن یکشنبه د جولای په ۷ مه نېټه ویلی چې روسیې خپلې هڅې ګړندۍ کړي څو له طالبانو سره خپل تعامل لا زیات کړي.

د څار څېړنیز بنسټ د یو مطلب په خپرولو سره ویلي چې په روسیه کې د ورستیو تروریستي پېښو وروسته، یاد هېواد خپلې هڅې ډېرې کړي دي څو افغانستان بیا د (ترهګرو په پټن ځای) بدل نشي.

دغه بنسټ د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ايستلو لپاره د روسیې د عدلیې وزارت پریکړې ته په اشارې ویلي د روسیې له خوا د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو پرېکړه، که څه هم ناڅاپه نه ده؛ خو د یو محدود ګواښ سناریو په توګه بلل کېږي.

په مطلب کې یو باثباته افغانستان د مسکو لپاره د «اور دېوال» په څېر یاد شوی، څو منځنۍ اسیا او په پای کې روسیې ته د ترهګرۍ د ورتګ مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې داعش خراسان ډلې د روان کال په مارچ مېاشت کې په مسکو کې د کنسرت په یو تالار برید وکړ او لږ تر لږه ۶۰ کسان یې ووژل او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړل.