په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه اییز چارواکي خبر ورکوي چې د کوکچې سیند کې د لامبو پر مهال یو ۱۸ کلن ځوان اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

دغه ځوان احمد خالد نومېده او ویل کېږي تازه له ترکیې څخه هېواد ته راستون شوی و.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعات و کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، دغه ځوان د شنبې په ورځ د جولای په ۶ مه نېټه د ماسپښين په دوه بجو دفیض اباد ښار په مربوطاتو کې د لامبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی دی.

نوموړي زیات کړې چې دغه ځوان له خپلې کورنۍ سره د مېلمستیا لپاره د جرم ولسوالۍ څخه د بدخشان فیض آباد ښار ته راغلی و.

د اوبو زیاتوالی او د لامبو سره د ځوانانو نه اشنايي هغه عوامل دي چې هر کال په کوکچې سیند یو شمېر ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.