د زاویه نیوز په نامه یوې رسنۍ د طالبانو استخباراتو ریاست کې د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې خبر ورکړی دی چې طالبانو د پروان ولایت په استخباراتو ریاست کې د ښځو حقونو پرې یوې فعالې جنسي تېری کړی دی.

یادې رسنۍ د قربانۍ ښځې د نومو له اخیستو ډډه کړې خو ویلي دي چې د طالبانو ریاست کارکوونکو د دې ښځینه فعالې د غږ خاموشه کولو لپاره د جنسي تیري یاد ویډیو نوموړې ته استولې ده.

د معلوماتو له مخې پر دې نجلۍ جنسي تېری د طالبانو عمومي ریاست په صفر پنځلس ریاست کې د تحقیقاتو پر مهال شوې ده.

زوایه نیوز وايي، چې د ملا تاجمیر د دوو لوړپوړو کسانو له لوري پرلپسې پر نجلۍ د جنسي تېري پر مهال ثبت شوې ویډیو د همدې ریاست د یوه جګپوړي غړي جواد څارګر له لوري نجلۍ ته استول شوې او ورته خبرداری ورکړل شوی که چېرې د دوی د چلند په اړه رسنیو ته څه ووایي، نو د مخصوصو اندامونو اخیستل شوې بله ویډیو به یې هم ورپسې خپره کړي.

دغه رسنۍ د ترلاسه شوې ویډیو پر بنسټ وايي چې پر نجلۍ له جنسي تېري کوونکي یو یې د طالبانو د استخباراتو د مطبوعاتي دفتر مشر خلیل همراز او دویم کس د همدې ریاست د تحقیقاتو مدیر ابو اسد نومېږي.

قرباني نجلۍ دا مهال له هېواده وتلې او جواد څارګر د همدې لپاره ورته دغه ویډیو استولې، چې د دوی د جنسي تېري قضیه رسنیزه نه کړي.

دا لومړی وار نه دی چې د طالبانو په استخباراتو ریاستونو کې پر ښځینه فعالا د جنسي تیري قضیې را برسېره کېږي، تر وړاندې هم ځینو کورنیو او نړیوال رسنیو د طالبانو د جنسي زورونې ځیني راپورونه خپاره کړي و.