د المان د نړیوالو همکاریو سازمان «جي ای زیډ» اعلان کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه به خپل کارکوونکي وباسي.

د دې نړیوال سازمان ویاند تېره ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې یاده موسسه به راتلوونکی کال په افغانستان کې کارکوونکي په دنده ونه ګماري او په ۲۰۲۵ کال کې به د دې موسسې پروژې په افغانستان کې د غیر دولتي سازمانونو له لوري تطبیق شي.

د معلوماتو پر بنسټ د «جي ای زیډ» موسسې کارکوونکو د قرار داده موده د روان کال تر پایه پورې ختمېږي.

جي ای زیډ له افغانستان څخه د خپلو کارکوونکو ویستلو لامل نه دی په ګوته کړی، خو ټینګار کوي چې له درېیم هېواد څخه به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه المانۍ موسسه چې په افغانستان کې ۱۶۰ سیمه اییز کارکوونکي لري، له ۲۰۰۲ م کال را پدیخوا د زده کړو او روغتیا په برخه کې فعالیت کوي.

د المان د نړیوالو همکاریو سازمان «جي ای زیډ» داسې مهال له افغانستان څخه د خپلو کارکوونکو د ویستلو اعلان کړی چې طالبانو تېر کال د دې موسسې څلو کارکوونکي بندیان کړي و، همداراز ځینو سرچینو تېر کال ادعا کړې وه چې طالبانو د دې موسسې یو کارکوونکي په کابل وژلی دی.