طالبانو د تورخم په ښارګوټي کې د خپلواکۍ اتل، شاه امان الله خان غازي او د عدم تشدد فلسفې سرلاري خان عبدالغفار خان انځورونه د تورو رنګونو په شېندولو سره ویجاړ کړي دي.

په ننګرهار کې سیمه اییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو نن پنجشنبه د جولای په ۵ مه نېټه د خپلواکۍ څلی او د عدم تشدد فلسفې سر لاري څلي تور کړي دي.

دغه انځورونه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دې نومیالیو د سرښندونو او مبارز په ویاړ جوړ کړي و.

د طالبانو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي او یوشمېر خلکو د طالبانو دغه کړنه له ملي شخصیتونو سره د دوښمنۍ په مانا بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د روان کال په حمل مېاشت کې ټولو هټیوالو او سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبر ورکړی و چې تر دې وروسته دې د خپلو دوکانونو او سوداګریزو مرکزونو په لوحو کې تصویرونه نه لګوي.