د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ټول هېوادونو دې یو موټی شي؛ څو په خبره یې، افغانستان بیا د اورپکو پر ځالې بدل نه شي.

انتونیو ګوتېرېش نن پنجشنبه د جولای په ۴ مه نېټه د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په سرمشریزه کې د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې داسې حکومت جوړیدو ته اړتیا شته چې په باور یې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې له سوډانه تر ساحل پورې، د کانګو له جمهوریت نیولې تر سومالیا پورې، له میانمار تر هایتي او افغانستان کې د سولې ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د شانګهای همکاریو سازمان څلورویشتمه کلنۍ ناسته نن پنجشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوه او د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو هم په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې ټينګښت لپاره یوازینۍ لار بللې ده.