ولسمشر محمد اشرف غني وايي، برښنايي تذکرو ورته ځکه لومړيتوب درلود، چې هر افغان وکولای شي خپل هويت ثبت کړي او په اساس يې نور معاملات سر ته ورسوي.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۴ مه نېټه په خپل اوولسم پوډکاسټ کې چې موضوع يې معلوماتي ټکنالوجي او ډيجټلي حکومتولي ده، د برښنايي تذکرو د وېش بهیر د پیل پر وړاندې د پرتو ننګو او فرصتونو یادونه کړې او بریښنايي تذکرې یې د ډیجیټلي حکومت بنسټ ګڼلی دی.

اشرف غني په دې پوډکاسټ کې د بریښنايي پېژند پاڼو بهیر له ننګونو او ګواښونو ډک وباله او په وينا يې، جنګسالارانو په کې خلک مجبورول څو خپل قوم د هغوی په خوښه انتخاب کړي.

په دې برخه کې سیاسي ناندرۍ، د هغه په ټکو له سپکې ژبې او بې ادبیو ډکې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلومات ملي ادارې څه موده وړاندې خبر ورکړل چې په هېواد کې یې څه باندې ۱۲ میلیونه بریښنايي تذکرې ویشلي دي.