د جمهوري دولت د چارو ادارې لوی رییس وايي، طالبان له وړاندې پاکستان سره دا خبره منلې چې پاکستاني او نړیوال تروریستان د دوی تر کنټرول لاندې قلمرو کې مېلمانه دي او پاکستان پرضد به نه کارول کېږي.

د چارو ادارې پخوانی لوی رییس فضل محمود فضلي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې تېرو دوه لسیزو کې ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د پاکستان د پوځ لسګونو عملیاتو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د خلکو د درد، رنځ او ناامنۍ له زیاتېدو پرته بله نتیجه نه درلوده او دا ځل د پاکستان د پوځ لخوا د عزم استحکام په نوم عملیاتو اساسي هدف له دغو سیمو څخه افغانستان ته د نړیوالو تروریستي ډلو شړل او دلته ځای پر ځای کول دي.

نوموړي په ورته وخت کې د امریکا او پاکستاني پوځ ترمنځ ګډو پوځي تمریناتو ته په اشارې ویلي چې له دې عملیاتو څخه داسې ښکاري چې پاکستان خپلو دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره د امریکا ملاتړ هم له ځان سره لري.

فضل محمود فضلي زیاد کړې چې د پاکستان دغو اقداماتو سره به افغانستان نه یوازې پاکستاني او کشمیري تندلارو ډلو ته بلکې د منځني ختیځ دولتونو د اصلاحاتوڅخه د ناراضه تندلارو د جذب په مرکز بدل شي چې دا به نه یوازې افغانانو، بلکې ټولې سیمې ته خطرناکه پایلې ولري.