له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) نن چهار شنبه د جولای ۳ مه نېټه ویلي چې په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت د اندیښنې وړ دی او ښايي افغانستان ته د دغو خبریالانو ورتګ هم خطرناکه وي.

یاد سازمان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په ایران او پاکستان هېوادونو کې د خبریالانو ویزې نه تمدیدېږي او له بد بشري او اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندیښنې له هغې وروسته ډېرې شوې، چې په وینا یې ډېری هغه خبریالان چې فرانسې ته د لېږد هیله یې لرله، د دغه هېواد له لوري یې کېسونه ردي شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری خبریالان د امنیتي او اقتصادي ستونزو لامله له هېواده ووتل او د پناه‌غوښتنې غوښتنه یې وکړه.

هغه خبریالان چې دمګړۍ په افغانستان کې دي، د طالبانو له ناوړه چلن سره مخ دي.