د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست نن چهارشنبه د جولای په ۳ مه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره  د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دې وزارت د هوا پېژندنې ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به سبا پنجشنبې، د جون مېاشتې ۴ مه نېټه به د باران د ورښت او د سېلابونو د راوتلو شاهد وي.

اعلامیه زیاتوي چې، په دې ورځ به لوېدیځ، سوېلي او مرکزي ولایتونه هم له دوړو سره مل د شدیدو بادونو شاهد وي.

دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو ورښتونو او سیلابونو راوتلو له کبله په سلګونو خلک ته درانه مالي او ځاني تلفات واوښتل.