د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاتل د جون په ۲ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ د دوحې د درېیمې غونډې په لړ کې پر طالبانو د امریکايي وګړو د خوشې کولو له امله فشار راوړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټینګار کړی، چې دا یې همیشنۍ غوښتنه ده او په هر فرصت کې په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو له قید او شرط پرته خوشې کېدو یادونه کوي.

ودانت پاتل کړې چې د دوحې په درېیمه غونډه کې توماس وېسټ او د افغانستان د بشري او ښځو حقونو په برخه کې د امریکايي ځانګړې استازې، رینا امیري طالب پلاوي سره مخامخ خبرې کړې دي.

دا په داسې حال ده چې طالبانو تر دې وړاندې رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې وه چې د امریکايي وګړو په ګډون یوشمېر بهرني اتباع دوی سره بندیان دي.