د بلخ او لغمان ولایتونو د طالبانو سیمه اییزو چارواکو اعلان کړی دی چې په دې ولایتونو کې د درې ټرافیکي پېښو له کبله یو کس مړی شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې نن سه شنبه، د جولای ۲ مه نېټه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالي په «عرب های شور» سیمه کې د دو موټر سایکلونو د ټکر له کبله یو کس مړی شوی او درې نور ټپیان دي.

همداراز د لغمان ولایت د طالبانو سیمه اییز چارواکو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲ مه نېټه په دوو جلا پېښو کې چې یوه پېښه د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ او بله پېښه د کابل – جلال اباد لویې لارې په اوږدو کې شوه، ۱۲ کسان ټپان شوي دي.

د دې قومندانۍ د اعلامیې له مخې، لومړۍ پېښه په قرغیو ولسوالۍ کې شوه چې په ترڅ کې یې پنځه کسان ټپیان شوي او دویمه پېښه د کابل – جلال اباد لویې لارې په اوږدو کې شوه چې پکې ۷ کسان ټپیان شوي دي.

د دې پېښو لامل تر ډېره د موټر چلوونکو بې احیتاطي، د سړکونو خرابوالی او همداراز د ټرافیکي نښو نشتون په ګوته کېږي.