د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځینۍ غونډه د یکشنبې په ورځ‌، د جون په ۳۰ مه نېټه د افغان ښځو د استازو له حضور پرته پیل شوه.

د دوحې د درېیمې غونډې د مهالویش له مخې ټاکل شوې په دې غونډه کې د ۳۰ هیوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د غونډې په لومړۍ او دویمه ورځ به د افغانستان لپاره د هیوادونو ځانګړي استازي له طالبانو سره د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او له مخدره موادو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي. ټاکل شوې چې د غونډې په پای او درېیمه ورځ د افغانستان د بشري‌ حقونو اړوند مسایلو پر سر د مدني ټولنې له استازو سره جلا خبرې وشي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس ذاکر جلالي د اکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې اجنډا شریکه کړې او ویلي دي چې د بحثونو له پاې سره د دوحې درېیمه غونډه هم رسماً پر دويمه ورځ پای ته رسېږي.