ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته نن یکشنبه د جون مېاشتې په ۳۰ مه نېټه د ماښام په سیمه ییز وخت ۶:۴۵ په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو په وینا پیل او د شپې په ۸:۴۵ دقیقو پای ته ورسیږي.

د دې مهال ویش له مخې د دوشنبې په ورځ به ګډون کوونکي په دوو غونډو کې د افغانستان په مالي او د نشه يي توکو سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس ذاکر جلالي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې اجندا شریکه کړې او ویلي دي چې د دې بحثونو له پاې سره د دوحې درېیمه غونډه هم رسماً پر دويمه ورځ پاې ته رسېږي.

هغه لیکلي چې ډیری ګډونوال د ناستې له رسمي پای وروسته له دوحې څخه ځي، د هغه په وینا که ځینې استازي له غونډې وروسته چا سره ناسته کوي دې ناستې پورې تړاو نه لري.

په قطر کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ایکس په پاڼه لیکلي چې د دوحې درېیمې غونډه کې د ګډون لپاره د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی قطر ته رسېدلی دی.

دغه سفارت لیکلي، چې د طالبانو د حکومت پلاوی به د دوحې په غونډه کې د خلکو پر اړتیاوو او د نړیوالې ټولنې د مسوولیت په تړاو خبرې وکړي.