د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شدید بادونو خبرداری ورکړی دی.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ننه شنبه، د جون مېاشتې په ۲۹ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې نن او سبا د چنګاښ ۹مه او ۱۰مه نېټه د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لویدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونو د را الوتو امکان شته.

د هوا پېژندنۍ ریاست په خبرپاڼه کې د بادونو چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټرو اټکل شوې ده.