د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دوی د رغنده او «مثبت» تعامل لپاره دوحې ته ځي.

ذبیح الله مجاهد نن شنبه د جون مېاشتې په ۲۹ مه نېټه په کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په درېیمه ناسته کې د دوی ګډون له هېڅ لوري سره دښمني نه ده او دا به له ټولو لورو سره تعامل وي چې باید درک او ترې ښه ګټه واخیستل وشي.

مجاهد په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان کورني مسایل د دوحې ناستې په اجنډا کې نشته او له دې څخه د وتلو لاره په ملګرو ملتونو پورې اړه نه لري.

د نوموړي په وینا، د دغې ډلې پلاوی به د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو اقتصادي ننګونې، محدودیتونه او لاسته‌راوړنې مطرح کړي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناست سبا یکشنبه د جون مېاشتې په ۲۹ مه نېټه د ملګروي ملتونو په کور به توب د دوه ورځو لپاره په دوحه کې پیل شي.