ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په دوحه کې ددغې ټولنې په کوربتوب دا جوړیدونکې غونډه د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو او ددغې ډلې حکومت ته د مشروعیت د ورکولو لپاره نه جوړیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷ مه نېټه نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د دوحې غونډه د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو او حاکمو چارواکو طالبانو ته د مشروعیت د ورکولو لپاره نه جوړیږي.

دوجاریک د یو خبریال ددې پوښتنې په اړه چې د نوبل د سولې د جایزې ګټوونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو خبرې کړي او په دغه کنفرانس کې د افغان میرمنو د استازو په نه ګډون خپله ژوره مایوسي څرګنده کړې وویل، د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم ملالې سره چې د ملګرو ملتونو د سولې پیغام وړونکې ده خبرو ته لیواله و.

نوموړي د دوحې ناستې ته په اشارې وویل، چې دا غونډه د حاکمو مقاماتو طالبانو د رسمیت پیژندلو مخ ته وړلو او د دغې ډلې حاکمیت ته د مشروعیت ورکولو لپاره نه ده جوړه شوې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وویل چې د دوحې درېیمه غونډه یو بین الافغاني ډیالوګ غونډه نه ده.