اسلام‌اباد پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۲۷ مه نېټه د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان استازی اصف درانی او د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمدنسیم ورایچ ګډون کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحېغونډې کوربه توب او مشري په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله روزمیري ډي کارلو کوي.

ملګري ملتونه وايي‌ چې په غونډې کې به د ۲۵ هېوادونو استازي د نجونو او ښځو د حقونو او نورو اندېښنو په اړه په قوي دریځ سره له طالبانو سره بحثونه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي.

د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي چې ولې دې غونډې ته د افغان ښځو په استازولۍ څوک بلل شوي نه دي.