د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په تیرو پنځوس کلنو کې د اوسني رژيم طالبانو حکومت په ګډون بې شمیره افغانان په وحشیانه ډول کړیدلي دي.

رینا امیري نن د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۲۷ مه نېټه د شکنجې او ځورونې د قربانیانو څخه د ملاتړ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي دي، تر هغې چې د بشري حقونو اړوند مسایل د افغانستان د راتلوونکې په تړاو د غونډو اجنډا کې شامل نشي په دغه هیواد کې به شخړې پاې ته و نه رسېږي.

د جون د میاشتې ۲۶ په نړۍ کې د شکنجې او ځورونې د قربانیانو څخه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

افغانستان د ۴۵ کلنو راهیسې په جګړه کې دی چې د جګړې زیات زیان ملکي افغانانو ته رسیدلی دی.