په افغانستان کې طالبان ادعا کوي چې د دوحې غونډې ته د هغوی بلل کېدل په نړیواله کچه د هغوی د حکومت د ارزښت په اړه د مخ په زیاتېدونکي درک په مانا دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوې ویډیو کې، چې د دوشنبې په ورځ، د جون په ۲۴ مه د هغه دفتر خپره کړې، ویلي‌ دي چې دوی د دوحې په غونډې کې رسمآ ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي‌ امارت کوم ارزښت او حیثیت چې لري،‌ نړیوال یې ورځ په ورځ درک کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او تر دې دمه یې لا هېڅ یو هېواد حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

ملګري ملتونه وايي‌ چې په غونډې کې به د ۲۵ هېوادونو استازي د نجونو او ښځو د حقونو او نورو اندېښنو په اړه په قوي دریځ سره له طالبانو سره بحثونه وکړي.

د دوحې غونډه د جون په ۳۰ نېټه پیل کېږي، چې د یو شمېر هېوادونو استازي په کې ګډون کوي. د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي چې ولې دې غونډې ته د افغان ښځو په استازولۍ څوک بلل شوي نه دي.