د ښځو د حقونو یو شمیر فعالینو د دوحې په درېیمې غونډه کې د طالبانو د استازو ګډون او په دې غونډه کې د ښځو او مدني فعالینو د استازو نه بللو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې باید په نړیوالو غونډو کې د تروریستو طالبانو ګډون د عادي کولو لپاره هڅې ونشي.

د بلخ او بغلان په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د “ارغواني شنبو غورځنګ” غړو د شنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۲۲ نېټه د امنیتي‌ ګواښونو له امله په سرپټو ځایونو کې اعتراض کړی او پر ملګرو ملتونو یې تور لګولی چې غواړي طالبانو ته رسمیت ورکړي.
دوی همدا شان ویلي چې طالبان هیڅ‌کله هم د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولی او دغو ښځو د ټولنې له ټولو اقشارو څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي.

ملګرو ملتونو تیره ورځ تائيد کړه چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځینۍ غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې، ښځو او بشري حقونو د فعالینو اړوند اندیښنو په اړه بحث ونشي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له وینا وروسته خبریالانو ته وویل چې په اوس وخت کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې مخامخ کتنه مهمه ده.