طالبانو اعلان کړی دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې د خپل حکومت د استازو ګډون د افغانستان په ګټه بللی او ویلي دي چې یو پلاوی به یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د جون پر ۱۶ مه نېټه یوې کورنۍ سره په مرکه ویلي دي چې د دوحې د درېیمې غونډې د اجندا په اړه بحثونه شوي او په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د یو پلاوي د ګډون پریکړه شوې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د پلاوي د غړو ترکیب به وروسته معلوم شي او دوی دغه غونډه د افغانستان په ګټه ګڼي.

ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه به ددغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.