د ترکیې دیني چارو بنسټ اعلان کړی دی چې په افغانستان کې پر اړمنو د قربانۍ ۱۳ زرو او ۳۰۰ څارویو غوښې ویشي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د شنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۵ مه نېټه په افغانستان کې د دغه بنسټ همغږي کوونکي اورهان فیصل باشاران په حواله لیکلي چې د څارویو د ټاکلو پړاو د روغتیايي او دیني معیارونو په پام کې نیولو سره کېږي.

اورهان زیاته کړې، ټاکلې ده چې د دغو قربانیو له ډلې ۵۵۰  یې په کابل، ۳۵۰  یې په هرات او د قربانۍ لپاره د زرو څارویو غوښې په مزارشریف کې ووېشل شي.

طالبانو دوشنبه د غبرګولي ۲۸مه د لوی اختر لومړۍ ورځ ټاکلې؛ خو سعودي عربستان بیا یکشنبه د غبرګولي ۲۷ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې.