د افغانستان پخوانی ولسشمر محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي چې د ټوپک او زور په مټ مشروعت نشي ترلاسه کولای او باید د خلکو غوښتونو پام وکړي څو هغوئ یې حکومت ته مشروعیت وبښي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۵ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې د اختریز په مناسبت د یو پیغام په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې اوسني وضعیت ته دې د پای ټکئ کېدي او د خلکو صبر و حوصله دې نوره نه ازمايي.

نوموړي په خپل اختریز پیغام کې زیاته کړې چې د ولسمشرۍ امانت لا هم له نوموړي سره دی او په خبره یې دا امانت به هغه چاته وسپاري چې حکومت یې مشروع او د خلکو په غوښتنه جوړ شوی وي.

محمد اشرف غني په دې اړه وویل: «عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نشي بښلی، تُوره او ټوپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه هواروي، دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي.»

پخواني ولسمشر پر ملي یوالي د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې ټول افغانان د یو مشروع نظام او ټولو ته د منلو وړ حکومت غوښتوونکي دي او دغه کار د سوله ییزې لارې غواړي نه د جګړې له لارې.

محمد اشرف غني د خپل اختریز پیغام په یوه برخه کې ویلي: «زموږ د جمعي عقل حکم دا دی، چې د ازمويل شويو بيا ازمويل خطا ده. د مشروعيت رامنځته کول او ټينګښت بايد په دې معنی نه وي چې بيا هماغه ازمويل شوې او پخوانۍ منفورې څېرې راوستل شي. د افغانستان راتلونکی بايد ځوانان، ښځې او بېوزله وټاکي.»

پخواني ولسمشر ټولو هېوادوالو او هغوی ته چې د حج سفر يې په نصيب شوی د اختر مبارکۍ ويلې او همداراز په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو له زيانمنو سره يې غمشريکي کړې ده.

اشرف غني همداراز ملت په خطاب کې ویلي چې خپلو خلکو ته د نېکمرغۍ غوښتنه کوي او هڅه یې دا ده چې د وطن د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړي څو له دې لارې د وطن په ابادۍ کې خپله ونډه ادا کړي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د خپل اختریز په پای کې له حاجیانو غوښتي، چې د فلسطین خلکو په حق کې دې دعا وکړي.