د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې دغه بندیان د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې ازاد شوي دي.

د اعلامیې له مخې د طالبانو سترې محکمې همداراز د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړی او د بند موده یې کمه کړې ده.

یادې ډلې د خوشې شویو کسانو د تورونو په اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې طالبان پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته خپل یوشمېر منتقدین، سیاسي او نظامي مخالفان په بېلابېلو بهانو نیولي، شکنجه او بندیان کړي او ځینو مواردو کې یې یاد کسان وژلي هم دي.