د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا «یواین‌ایچ‌سي‌آر» وايي، په افغانستان کې ۶.۴ میلیونه خلک په جبري ډول له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي او یو له هغو پنځو هېوادونو څخه دی چې په جبري ډول د بې ځایه شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۳ مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره په ډاګه کړې چې د ۲۰۲۳ م کال تر پایه په نړۍ کې ۱۱۷.۳ میلیونه خلک په جبري توګه بې ځایه شوي وو چې د ۲۰۲۴م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دا شمېر نور هم زیات شوی دی.

یواین‌ایچ‌سي‌آر ویلي، دا شمېره په سیمه کې د روانې بې ثباتۍ او جګړې ښکارندويي کوي چې په خبره یې له لسیزو راهیسې دوام لري.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د ټولو کډوالو درې پر څلورمه برخه (۷۲ سلنه) یې یوازې د پنځو هېوادونو څخه راځي چې افغانستان ۶.۴ میلیونه، سوریه ۶.۴ میلیونه، وینزویلا ۶.۱ میلیونه او اوکراین او فلسطین هر یو ۶ میلیونه جبري بې ځایه شوي کډوال لري.