د المپیک نړیوالې کمیټې ای او سي اعلان کړی چې د پاریس ۲۰۲۴ میلادي کال المپیک سیالیو کې هېڅ طالب چارواکي ته د ګډون اجازه ورنکړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ویاند مارک ادامز د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۴ مه نېټه په یوه خبري کنفرانس رسنیو ته وویل، په خپله پاریس کې د طالب چارواکو لپاره هېڅ ځای نه وي او د طالبان رژیم هیڅ چارواکی به د ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو کې د ګډون اجازه ونلري.

تر دې وړاندې د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي و چې پر افغان ښځینه ورزش کارونو د بندیزونو لرې کولو په موخه د افغانستان المپیک ملي کمیټې مسولینو او همداراز ورزشي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي، څو ښځې نجونې ورزش ته لاس رسی پیدا کړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د پاریس ۲۰۲۴ م کال را روانو المپیک سیالیو کې له افغانستان څخه به درې ښځې او درې نارینه په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ګډون وکړي.