ایټالیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق له لارې د ۳.۱ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی.

یاد بنسټ د پنجشنې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۳ مه نېټه په ټولنیزې شبکې اېکس کې لیکلي چې دا مرسته به د ښځو پر پیاوړي کولو، اقلیمي بدلون سره د مبارزې، بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د چوپړونو پر وړاندې کولو ولګول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په خبره، دا د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره د ایټالیا لومړۍ مرسته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب (ECHO) بنسټ ویلي چې په افغانستان کې بشري ناروین ته کتو یې، دغه هېواد ته ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.