د طالبانو د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت وايي، چې نن چهارشنبه د جوزا مېاشتې په ۱۲ مه نېټه ایران ایر هوايي شرکت کابل نړېوال هوايي ډګر ته خپله لومړنۍ الوتنه پیل کړه.

یاد وزارت ویلي چې دغه شرکت به کابل ته په اوونۍ کې یوه الوتنه ولري.

د ویلو ده چې د ایران ایر هوايي شرکت ترڅنګ درې نور ایراني شرکتونه ماهان، کیش او یزد  هم افغانستان ته الوتنې لري.