په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یونوما د ارتباطي دفتر مشر مالک سیزي چې په اسلام آباد کې مېشت دی، د سه شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان او پاکستان د مذهبي مشرانو یو غونډې ته په وینا کې طالبان وهڅول چې د قطر په پلازمېنه دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا په را روانه بلل شوې غونډې کې برخه واخلي.

مالک سیزي په دې غونډه کې وویل، چې په اوکراین او غزې کې د جګړې له کبله د نړیوالې ټولنې توجه د افغانستان څخه اوښتې او ټینګار یې وکړ که طالبان د دوحې په غونډې کې ګډون وکړي، د نړۍ پام به بیا افغانستان ته را واوړي.

ښاغلي سیزي په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو په خپلواک مرکز کې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه نغواړي نړۍ افغانستان هېر کړي.

د ملګرو ملتونو دې ډیپلومات پخپلو خبرو هیله مندي ښودلې چې طالبان د دوحې په درېیمه ناسته کې خپل استازي واستوي څو نړیوالې ټولنې سره په ګټوره او موثره توګه تعامل وکړي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ ناسته د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د روانې جون میاشتې په ۳۰ مه قطر کې پيل شي.