نن سه شنبه د جون مېاشتې ۱۲ مه نېټه د ماشومانو له کار کولو سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

د کار نړیوال سازمان دا ورځ په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ماشومانو له اجباري کار کولو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د زیاتوالي په موخه نومولې ده.

د کار نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي، چې ماشومان باید زده کړي، تجربه وکړي، خلق کړي او له همدې کبله د ماشومانو کار کولو ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

دا ورځ  په داسې حال کې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي چې په کور دننه افغانستان کې اوس مهال د طالبانو تر حاکمیت لاندې په سلګونه زره ماشومان په ډېر بد وضعیت کې درنو کارونو ته اوږه ورکوي.