د برېکس سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن سه شنبه د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېته د خپلې ناستې په ورستۍ ورځ د یوې پریکړه لیک په خپرولو سره په سوله اییز ډول د افغانستان د قضیې د حل غوښتنه کړې ده.

د برېکس سازمان غړو د بهرنیو چارو وزیرانو په پریکړه لیک راغلي چې د بهرنیو چارو وزیران په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه په سوله ایز ډول د افغانستان د قضیې په حل ټینګار کوي.

په دې پریکړه لیک همداراز زیاته شوې چې د عملي اقدماتو په ترسره کولو سره باید ډاډ ترلاسه شي چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې استفاده نه کوي.

په دې پریکړه لیک راغلي چې برېکس د یوه خپلواکه، سوله اییز او له مخدره توکو پاک افغانستان څخه ملاتړ کوي.  

د برېکس سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جوزرا مېاشتې په ۲۱ مه او ۲۲ مه د روسیې هېواد د نیژني نووګورود ښار کې ترسره شوه.