د روسیې ټاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې مسکو به د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي ګډون وکړي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون مېاشتې په ۳۰ مه نېټه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په نوښت د دوه ورځو لپاره ترسره شي.

د دوحې درېیمه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان معترضو ښځو ائتلاف غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له طالبان سره هر ډول تفاهم او تعامل «مردود» دي.