د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوالې کرېکټ شورا د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړی او له انګلنډ څخه مخکې شوې ده.

د نوې درجه‌بندۍ له مخې، افغانستان ۹۴ درجه‌بندي نمرې لري، په داسې حال کې چې انګلنډ له ۹۳ نمرو سره اتم مقام ته ښکته شوی دی. شري‌لنکا له ۹۵ نمرو سره د افغانستان څخه یوازې یوه نمره مخکې ده.

افغانستان په وروستیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د بریاوو یوه پیاوړې لړۍ ثبت کړې او خپلې وروستۍ اووه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې یې ګټلې دي.

په دغو بریاوو کې له بنګله‌دېش او زېمبابوې سره د وروستۍ درې اړخیزې لوبلړۍ سیالۍ هم شاملې دي، چې افغان لوبډلې پکې خپلې ټولې لوبې په بریا پای ته ورسولې.

په مقابل کې، انګلنډ په پاکستان کې د پاکستان او شري‌لنکا پر وړاندې په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپلې وروستۍ دوه لوبې بایللې دي. انګلنډ په یوه لوبه کې د شري‌لنکا پر وړاندې د ۴۳۰ منډو له سترې مجموعې هم دفاع ونه شوای کړای.

په تازه جدول کې هند د ۱۱۵ نمرو په لرلو د نړۍ لومړی مقام لري او نیوزیلنډ له ۱۰۹ نمرو سره دویم دی.

د افغانستان اوسنی اووم مقام دا معنا لري چې افغان لوبډله په یو ورځنیو سیالیو کې له انګلنډ، وېسټ اېنډیز، بنګله‌دېش، زېمبابوې او ایرلنډ څخه مخکې ده.