ملګرو ملتونو د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان له لوري د راپور شویو هوايي بریدونو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک ویلي، د روانې ترینګلتیا دوام د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي او دواړه لوري باید د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره له زغم څخه کار واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، ویلي چې په کونړ او هلمند کې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

دوجارېک د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې باید د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوناما د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پاکستان له بریدونو سره تړلې تر ۱۱۰۰ ډېرې ملکي مرګ‌ژوبلې ثبت کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو او د پولې دواړو غاړو ته د پوځي اقداماتو له امله له زیاتې ترینګلتیا سره مخ شوې دي.