امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي دي.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دغه ډله د شنبې په ورځ، د اګست پر ۲۹مه، د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته استول شوې ده.

په لېږدول شویو افغانانو کې یو داسې کس هم شامل دی چې د کورنۍ دوو غړو یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال له امریکايي ځواکونو او د افغانستان له پخوانیو امنیتي ادارو سره اړیکې لرلې.

د هغه د وکیلې په وینا، یو ورور یې چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د افغانستان د پخواني ملي اردو سرتېری و او بل ورور یې د امریکا له خوا روزل شوی پیلوټ و چې وروسته د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د راپور له مخې، یوه امریکايي قاضي مخکې حکم کړی و چې دغه افغان باید افغانستان ته ونه لېږل شي، ځکه هلته د ځورونې له خطر سره مخ کېدای شي. اسوشیټډ پرېس ویلي، داسې اسناد یې هم کتلي چې د هغه کورنۍ ته د طالبانو له لوري د ګواښونو یادونه پکې شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دې ځانګړې قضیې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ټینګار کړی چې د عمومي بخښنې تګلاره عملي کوي او د پخوانیو دندو له امله څوک نه ځوروي.

د راپورونو له مخې، مرکزي افریقا جمهوریت ته په لېږدول شویو کسانو کې د ۱۲ افغانانو ترڅنګ اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر اتباع هم شامل دي.