د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دوشنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله کړې او افغانستان د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د افغانستان په اړه د دغو خبرو نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې تاجکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو په اړه څو ځله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې د بدخشان ولایت له سرحدي سیمو سره نږدې وسله‌والو نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي. تر دې وړاندې تاجکستان وروسته له هغه طالبانو ته رسمي اعتراض کړی و چې د افغانستان له لوري یوه مرمۍ د تاجکستان د درواز په سیمه کې لګېدلې او یوه ښځه وژل شوې وه.

په همدې حال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو غونډه د سیمه‌ییز امنیت، اتصال او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په محور روانه ده، او د داعش پر وړاندې مبارزه هم د مهمو بحثونو له ډلې ګڼل کېږي.

سره له دې چې د سیمې ګڼ لوړپوړي مشران په غونډه کې ګډون لري، طالبان د افغانستان د استازو په توګه نه دي وربلل شوي.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی دی، خو د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو استازي د دغه سازمان رسمي غونډو ته نه دي بلل شوي.

تر اوسه روسیه د شانګهای د همکارۍ سازمان یوازینی بشپړ غړی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.