د اسټرالیا په اډلېډ ښار کې یوشمېر افغانانو او اسټرالیايي دولتي چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه ونمانځله او په دې مراسمو کې یې د افغان نجونو د زده‌کړو پر حق ټینګار وکړ.

دغه مراسم د افغان نشنل اسوسیشن اف اسټرالیا (ANAA) له‌خوا جوړ شوي وو او د اسټرالیا دولتي چارواکو، د افغان ټولنې مشرانو، ټولنیزو فعالانو، ځوانانو او ښځو پکې برخه اخیستې وه.

ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ تاریخي ارزښت، ملي یووالي او د افغانانو ترمنځ د پیوستون پر اهمیت خبرې وکړې.

ګډونوالو همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي او د زده‌کړو حق ته یې درناوی وکړي.

په مراسمو کې د افغانستان د ملي تاریخ، فرهنګ، خپلواکۍ او د افغانانو ترمنځ د یووالي او ګډ هویت پر ساتنې هم ټینګار وشو.