د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اندما) ویلي، چې د نورستان ولایت د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته رسېدلی او د هغو ۱۵ کسانو مړي هم موندل شوي چې مخکې بې‌درکه اعلان شوي وو، خو لا هم تر ۱۰۰ زیات کسان نادرکه دي.

دغه سېلابونه د دوشنبې په ورځ د سختو بارانونو له امله د نورستان په مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو کې راوتلي، چې پراخه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰ کورونه، ۱۱ هوټلونه او ۷۰ دوکانونه په بشپړ یا قسمي ډول ویجاړ شوي او د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه اوښتي دي.

د نورستان والي ویلي، چې په بې‌درکه کسانو کې د پارون ښاروال، د لومړي کنډک قوماندان، یو شمېر دولتي کارکوونکي، سیمه‌ییز اوسېدونکي، هټیوال او نورستان ته تللي سیلانیان هم شامل دي.

ژغورنې ډلې او مرستندویه ځواکونه د نادرکه کسانو د موندلو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې ساتلې دي، په داسې حال کې چې د زیانونو د ارزونې بهیر هم دوام لري.

په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې د نورستان ترڅنګ په پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې هم د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو طوفانونو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د سیندونو غاړو او د سېلاب له ګواښ سره مخ سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

ورته مهال، د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هم د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.